کابل باختر دوري دريمه
دخبر رسونې او اړيکودپياوړتيا او پراخوالي دپروګرام په باب دبين الحکومتي کمسيون ٢٨ مه غونډه نن په پاريس کې د يونسکو په مقر کې جوړه شوه .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دافغانستان له لوري داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په داسې حال کې چې په يونسکو کې دافغانستان سفير استاد فاضلي هم حاضر و په افغانستان کې دبيان دازادي دحالت په باب معلومات ورکړل . او دبيان ازادي يې دافغانستان دحکومت يومهم برياليتوب وباله .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير وويل، له نيکه مرغه په افغانستان کې د رسنيو په فعاليت کې دښځو رول زيات دى .
ډاکتر رهين زياته کړه: موږ په کلکه دبيان دازادي او دخبريالانو دامنيت ملاتړ کوو خو ګرانودوستانو په ياد مو وي چې موږ له تروريزم سره په جګړه کې يو .
لااوس هم له بهر څخه تروريستان افغانستان ته راځي او په ځان مرګو بريدونواونورو تروريستي عملونو سره بي ګناه کسان وژني ، دغه شان حالت نه يواځي درسنيو دکارکوونکو امنيت له خطر سره مخامخ کوي بلکې دتاوتريخوالي اوجنايت دتحقيق او څيړنې کار دهغوى په وړاندي ستونزمن کوي .
ډاکتر رهين دخبريالانو دوژل کيدو په غندنه کې ديونسکو دلوى مدير اقدام وستايه ويې ويل هيله لرم په دې برخه کې دمحکوميت له اعلام څخه زيات اقدامات ترسره شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په خپلو خبروکې له يونسکو څخه وغوښتل چې دبيان دازادي په اړوند دمشورې اوهمکاري په مقصد يو کار پوه افغانستان ته راواستوي