فيض آباد/ باختر دثور ٣١:
د بدخشان له پاميرڅخه اته ويشت تنه هلکان په بېلابېلو برخوکې د زده کړې په موخه قرغزستان ته استول کيږي.
د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل: له پنځه کلنى څخه تر دولس کلنى پورې اته ويشت تنه پاميري هلکان د ليسې او ليسانس د دورې د زده کړې په موخه د هغه تفاهم ليک له مخې چې د دواړو هېوادونو د مقاماتو ترمنځ لاسليک شوى دى، د دوى د کورنۍ له يو يو تن مشر سره دغه هېواد ته استول کيږي او په راتلوونکې کې به کورنۍ يې هم دغه هېواد ته لاړې شي .
ده څرګنده کړه: ټاکل شوې ده په دويم پړاوکې هم يوشمېر پاميري هلکان چې شمېر يې لا تر اوسه پورې معلوم نه دى، د ليسې تر دورې او د ليسانس او ماسترى د زده کړو لپاره دغه هېواد ته واستول شي .
0 1 دقیقه لوستل