کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
په هرات ولايت کې دګازو د ډبې دچاودنې له امله ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول .
دغه پيښه تير ماښام دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ داسحق اباد په نامه ديوه کلي په يوه کور کې رامنځته شوې ده .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې له دوو ماشومانو سره يوه ديرش کلنه ميرمن وژله شوې ده .
ويل کيږي چې دغه پيښه په دغه کور کې دګازو د ډبې دچاودنې زيږنده ده .
په همدې حال کې ويل کيږي چې په دې پيښه کې ددغې کورنۍ کور په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
کارپوهان دکورنيو بې احتياطي او له اندازې څخه زيات د بې کيفته پاکستاني ګازو کارول په افغانستان کې ددغه شان مرګانيو پيښو درامنځته کيدو مهم علتونه بولي .
1 1 دقیقه لوستل