امنیت

په پکتيکا کې دځنګله دملکيت پرسر اويا کلنه قومي شخړه حل شوه.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
دپکتيکا ولايت په ګوملې ولسوالۍ کې د ځنګله په مالکيت څلورو قومونو اويا کاله شخړه لرله چې دحکومتي مقاماتو او دقومي مشرانو په منځګړيتوب نن حل شوه.
دغو څلورو قومونو په همدې موده کې څو ځلې جګړې کړې دي.
دغه شخړه د اسماعيل خيلو ، روحي خيلو،هلال خيلو او دخواژو خيلو دقومونو ترمنځ دغرونو طبيعي ځنګلونو پرسر وه چې ددغو قومونو يو زيات شمير افرادو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته