کابل /دتلې لومړى /باختر :
دبورسونو دوېش دعالي کمېسيون غونډه نن دلوړو زده کړو وزارت دسرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ جوړه شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دچارو معين ډاکتر بري صديقي ، دبهرنيو اړيکو او دبورسونو دتنظيم رييس ، دبهرنيو چارو ، پوهنې ، اقتصاد اودښځو دچارو له وزارتونو اودملکي خدمتونو له انستيتوت څخه دبورسونو دوېش دعالي کمېسيون غړو او دخصوصي پوهنتونونو داتحاديې استازي ګډون درلود .
دکمېسيون غړو دافغان محصلانو دوړايزونو ، غوښتن ليکونو ، تحصيلي او مالي ستونزو په باب چې له هېواد څخه په بهر کې په بېلابېلو تحصيلي دورو کې په زده کړې بوخت دي ، خبرې وکړې او په پاى کې دشته ستونزو دلرې کولو په خاطر يې خپل وړانديزونه او دحل لارې طرحه کړي او په دغو مواردو کې تصميم ونيول شول .
ختم_ ف _ اکرم