کابل، د غبرګولی ۴ مه، باختر
د سویډن کمېټې له لوري (ځئ چې ښوونځي ته ځو) تر سرلیک لاندې په نهو ولسواليو کې د عامه پوهاوي په موخه د کمپاینونو لړۍ پیل شوه.
د سویډن کمېټې مسؤلینو باختر آژانس ته وویل، چي له دغه کمپاین څخه یې هدف ټولنې ته په خاص ډول کورنیو ته د عامه پوهاوي ورکول دي تر څو خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.
د عامه پوهاوي دغه کمپاینونه د یاد ولایت په نهو ولسوالیو کې ترسره کېږي چې پیل یې همدا تېره ورځ د یوې غونډي په ترڅ کې له مرکز ښرني څخه و شو.
د سویډن کمېټې د غزني دفتر د ښوونې او روزنې برخي مسؤل عبدالباقي یونسي وویل چې له دغه کمپاین څخه یې هدف د عامه پوهاوي ترسره کولو تر څنګ په هغو سیمو کې چي ښوونځي نشته او ماشومان له ستونزو سره مخ دي د یونسیف په مالي مرسته ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره ول دي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې سویډن کمېټې په پکتیکا کې د ښوونې او روزنې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي، ترڅو د دغه ولایت خلکو ته اساسي خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده چې سویډن کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو سربېره، پکتیکا کې هم د ښوونې او روزني، ظرفیت لوړونې، انکشافي، معلولینو او ځینو نورو برخو کې کار کوي چې عام خلک او د پوهني مینوال یې له کړنو خوشحاله او دلته په نورو برخو کې د لا زیاتوۍ کار کولو غوښتنه کوي.
صدیقي