کابل / دسلواغې ٩مه /باختر :
په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو قوماندانۍ اعلام کړى دى چي دپوځي الوتکې دوه امريکايي عمله او توره بکسه چې دوه ورځې مخکې په غزني کې راغورځيدلې ده موندلي دي .
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو وياند ساني لګت نن اعلام وکړ چې دالوتکې ددوو امريکايي کارکوونکي مړي دغزني په ده يک ولسوالۍ کې د
E-11Aالوتکې دراغورځيدو له سيمې څخه موندل شوي دي .
دغه راز دتورې بکسې داطلاعاتودثبت دستګاه يې هم ترلاسه کړې ده . او هغه به وڅيړي .
هغه ويلي دي تراوسه پورې ددغې الوتکې دراغورځيدو علت روښانه نه دى او ددښمن له خوا دالوتکې دراغورځيدوکومه نښه نښانه شتون نه لري .
ساني لګت وويل چې دوه مړي دالوتکې دراغورځيدوسيمې ته څېرمه موندل شوي دي . او دسيمې خلکو له دغو مړو سره دخپل فرهنګ له مخې په عزت اودرناوى سره چلند کړى دى .
امريکايي ځواکونو دالوتکې پاتې شونې هم له منځه وړي دي . خو دپېښې په سيمې له هوا څخه خپلې څارنې ته دوام ورکوي .
دامريکا ددفاع وزارت دقوانينو له مخې ،دامريکايي ځواکونو نومونه چې په جګړه اويا نورو پېښو کې وژل کېږي له ٢٤ ساعتو وروسته به اعلام شي .
دامريکا اردو يواځې څلور E-11Aالوتکې په واک کې درلودې چې يو يې په افغانستان کې راوغورحېده.
ختم_ ج _ اکرم