امنیت

دترينکوټ پيښه له خلکو سره د طالبانو بله دښمني.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
تيره  شپه د ارزګان   ولايت د  مرکز په  يوه مسافرخانه کې   د  چاودنې له امله څه
د پاسه پنځوسو تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.
د ارزګان ولايت مسوولين وايي چې دا  د وسله والو طالبانو او د ډار اچوونکو  ډلو کارو چې په دغه انساني ضداو ډارن  عمل سره دخپلو بادارانو په اشاره د استوګنې  په ساحو کې په ځانمرګو بريدونو او په سړکونو کې دماينونو او چاوديدونکو توکو په  کارولو سره ملکي وګړى شهيدانوي   او د تيرې شپې پيښه  دملکي وګړو   په وړاندې   دهغوى دجنايتونو په وړاندې يوه بله بيلګه بلل کيږي چې د زغم وړ نه دى او توجيه کيداى شي پوځي کارپوهانو او دمدني ټولنې فعالينو په وروستيو غونډو کې څرګنده کړه چې دملکي وګړو وژنې يوځل بيا ثابته کړه چې دوسله والو طالبانو او د ډار اچوونکو ډلې دهيواد له امنيتي ځواکونو سره دمخامخې جګړې او مقابلې توان نه لري او دغه ډلې د پرديو په   لارښوونه په ناځوان مردانه او ډارن  ډول په ورانکارو او تروريستي بريدونو سره او په واټونو کې دماينونو په کارولو او په ځانمرګو بريدونو سره زموږ بيګناه  خلکو ته مرګ ژوبله  اړوي.
د دوې په  باور د وسله والو طالبانو او د ډار اچوونکو ډلو دغه  ناوړه عملونه  ښيې چې په هيوادکې دجګړو په ډګرونو کې ماتې خوړلې ده او دهيواد له امنيتي ځواکونو سره دهيڅ راز  مقاومت وس  نه لري.
دغه ډار اچوونکې ډلې د پرديو په همکارۍ نور  زموږ دخلکو ترمنځ ځاى نه لري.
د دوى دڅرګندونو له مخې :   نن چې دهيواد امنيتي ځواکونه دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دخپلو خلکو ملاتړ له ځان سره لري  ، نوربه  دغو ډار اچوونکو ډلو ته فرصت ور نه کړاى شي چې دبيګناه خلکو په وړاندې په   ورانکارو او تروريستي بريدونو لاس پورې کړي.
دترينکوټ ښار پيښه  ټيک هغه وخت رامنځته شوه   چې وسله والو طالبانو  په ملکي هدفونو بريد ته   زور ورکړى دى  او دغه شان هدفونه په منظم ډول تعقيبوي.
دوى غواړي په دې ترتيب د ويرې او ډار فضا رامنځته کړي او ځان په خلکو وتپي .
هغه څه چې په ترينکوټ کې رامنځته شول کيداى شي د ننګرهار په حصارک ، دفارياب په قيصار ، دغزني په اندړو او دهيواد په نورو سيمو کې دهغوى دماتې په وړاندې د طالبانو د ډلې غبرګون  وي  چې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخو جګړو کې دهغوى په  لسګونو تنه   افراد ووژل شول او دهغوى په  له منځه تللوسره په  دغو ساحو کې خلکو  ته د کار او د  ژوندانه   خوندي فضا برابره  شوې ده.
ديادونې وړ ده   چې دکونړ ولايت دغازي آباد د  پيښې او دترينکوټ ښار په مسافر خانه کې له تروريستي پيښې وروسته دمدني ټولنې بنسټونو او دبشر د حقوقو فعالينو په کابل ښارکې ديوې غونډې په ترڅ کې دهيواد له امنيتي ارګانونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته