امنیت

يو ديرش تنه قاچاق وړونکي ونيول شول .

کابل باختر د کب دويمه :
ديوه ايراني تبعه په ګډون يو ويشت تنه قاچاق وړونکي دروان کال دسلواغې دمياشتې په بهير کې  په هېواد کې نيول شوي دي .
دنشه يي توکو او دمسکراتو دجرمونو پرخلاف دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  پوليسو او دهېواد دامنيتي  اوکشفي  ارګانونو منسوبينو دروان کال  دسلواغې دمياشتې په بهير کې  ديوه ايراني په ګډون يو ويشت تنه دنشه يي توکو او مسکراتو دقاچاقو په اړوند نيولي او هغوى يې دعدلي اوقضايي څارنې لپاره له نسبتي دوسيو سره يې دمسکراتو او دنشه يي توکو دجرمونو پرخلاف دمبارزې عدلي اوقضايي مرکز ته استولي دي .
پوليسو دغه کسان دننګرهار، هرات ، کابل ، لوګر ، پروان او دکندز په ولايتونوکې نيولي دي او له نيول شويو کسانو څخه په ټوليزه توګه ١٢٠٨ کيلوګرامه هيرويين ١٥٠٠ کيلوګرامه مورفين ١٤٣٠ کيلوګرامه اپين ١٨٦٦٨ کيلوګرامه چرس ، شل کيلوګرامه کيمياوي توکي ٨١٠ ليتره الکولي مشروبات  څوارلس  ليږدونکي وسايط ، دوه ميله وسله او ديرش موبايل تيلفونونه ترلاسه شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دروان کال دمرغومي په مياشت کې دوه ديرش تنه دمسکراتو او نشه يي توکو دجلا  جلا قضيو په اړوند دهېواد په بيلابيلو ولايتونوکې نيول شوي او دغه مرکز ته استول شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته