سیاست

ډاکتر زلمى رسول د برازيل او د نوي زيلاند د بهرنيو چارو وزيرانو ته پيغامونه وليږل .

کابل- باختر  دسلواغي اتلسمه:
دافغانستان دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمى رسول له خوا د برازيل د بهرنيو چارو د وزير انتونيو دي اګويارپتريوته  په  نامه د دغه هيواد په جنوب سانتاماريا ښارکې د اور لګيدنې په خاطر د ډاډګيرنې پيغام ليږل شوې دي .
  د اور لګيدنې په دې پيښه کې چې د جنوري د مياشتې په ٢٧ نيټه د يکشنبې په ورځ  د برازيل په جنوب سانتاماريا ښارکې وشوه؛ ٢٣١ تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمى رسول له خوا د نوي زيلاند د بهرنيو  چارو د وزير موري مکولي په نامه ددغه هيواد دملي ورځې له امله  دمبارکي پيغام ليږل شوې دي
په پيغام کې د ډيرو ښو مبارکيو د مراتبو دڅرګندونوپه ترڅ کې ويل شوى دى: بشپړ باور لرم چې په افغانستان  او په تېره بيا په باميانو ولايت کې د سولې اوثبات د ټينګښت او د بيا جوړولو په کارکې د دوست هيواد د نوي زيلاند د حکومت اوخلکو دمرسته اوهمکاري رغنده رول لري چې داکار به د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو په لازيات ټينګښت اوپراختيا کې رغنده اغيزې ولري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته