کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې يوځانمرګي بريدګر مخکې له دې چې خپلې موخې ورسېږي د خپلو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شو .
دکورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل چې، ياده پېښه پرون د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ د ثور په کلي کې رامنځته شوې ده .
سرچينه زياتوي، ځانمرګى بريدګر پلان درلود چې دولتي تاسيسات په نښه کړي، خو هدف ته له رسېدو مخکې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شو . ختم_ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ