سیاست

درادار دڅارنې پرمختللي سيستمونه دګټې اخستنې وړ وګرځيدل .

کابل باختر د وري درې  ويشتمه :
دWAMIA-DSB په نامه دهېواد درادار دستګاوې دتخنيکي پړاونو له بشپړولو وروسته  پرون  ګتې اخستنې ته وسپارل شوې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه سيستم دمصوونيت له ارزونې ، دکارکوونکو دروزنې په برخه کې  دلازمو اقداماتو له ترسره کولو او دعملياتي  او دساتنې او څارنې دبرخو ترمنځ  دهمغږى  له رامنځته کيدو وروسته  دګټې اخستنې وړ وګرځيد .
دغه سيستم دهغو الوتنو درادار په څارنې سره دهوايي ترافيک دادارې  دخدمتونو دوړاندې کولو لپاره  چې دديرشو زرو فټو په لوړوالي او له دې څخه زيات  دافغانستان په فضا کې  ترسره کېږي ،  دګټې اخستنې وړ ګرځي . دهغه په فعاليدو سره دهېواد له فضا څخه ټولې عبوري الوتکې او هغه الوتګې چې دديرشو زرو فټو په لوړوالي او له دې  څخه پورته الوتنې  کوي ، ددغه سيستم  له خدمتونو څخه  ګټه اخلي .
ددغه سيستم  رامنځته کول او فعالول دافغانستان په هوايي حريم کې الوتنو ته دهوايي ترافيکو دادارې په برخه کې دمعياري او مصوونو خدمتونو  دوړاندې کولو په برخه کې  يوه ښه لاسته راوړنه بلل کېږي .
دغه سيستم دهېواد دهوايي ترافيکو ظرفيت زياتوي اوپه تخنيکي او اقتصادي برخه کې به  دهوايي چلند  دبرخې دپياوړتيا  سبب شي . او په همدې حال کې دهېواددفضا  له لارې  دزياتو الوتنو داجرا کولو لپاره به  دنړۍ دهوايي شرکتونو  په هڅونه کې  مثبته اغيزه ولري .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته