جلال آباد/ باختر د ليندي اته ويشتمه :
د داعش د ډلې شپږ ويشت تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د يولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
دغه داعشيان د تيرو ٢٤ ساعتونو په بهيرکې د ده بالا، هسکې مينې او د کوټ په ولسواليوکې وژل شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې شپږ ويشت تنه داعشيان ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د جنګي وسايلو د څلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې د لعل پورې او اچين په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې .
له دغو ډيپوګانو څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل