فرهنګ

د ماشوم د کتاب ځانګړى نندارتون پرانستل شو

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د کتاب د اوونۍ په مناسبت نن د بابر بڼ په کاروان سراى کې د ماشوم د کتاب ځانګړى نندارتون پرانستل شو.
دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګويته انستيتوت، کابل پوهنتون، د ماشومانو د ملاتړ د پوستې او د کتاب خپرونکو د ټولنې په همکارۍ جوړشوى دى.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني پيغام ولوستل شو.
په پيغام کي ويل شوي دي: ((کتاب د پوهې مغزن دى، د کتاب په واسطه  تجربې، خاطرې او معلومات له يوه نسل څخه بل نسل ته ليږدول کيږي. بېځايه به نه وي، وويل شي چې کتاب د انسان د لاس ډير ارزښتناک محصول دى. که چېرې کتاب نه واى، په يقيني توګه بشري تمدن دغه منزل ته نه رسيده.))
په همدې ترتيب په پيغام کې دغه راز يادونه شوې ده: ((څرنګه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له څو کلونو را په دې خوا د ثور د مياشتې وروستۍ اوونۍ د کتاب او کتاب لوستلو په نامه نمانځي، له دې لارې هلې ځلې کوي چې د کتاب لوستلو فرهنګ ترويج کړي او په هېوادکې د کتاب چاپولو بهير وهڅوي، د ستاينې وړ دى.))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين  سيد فاضل آقاسانچارکي  په لنډو خبرو کې وويل: په تيرو پنځلسو کلونوکې د مطالعې د فرهنګ په خاطر  لازمه پاملرنه نه ده شوې، د زمانې اړتيا موږ ملزم کوي چې دکتاب لوستلو فرهنګ ترويج شي.
ده په هېوادکې د ماشوم د ادبياتو له ناموزونې ودې سره په اړيکه کې طرحه کړه:  (( د ماشوم ادبيات يوه هيره شوې برخه ده، په داسې حال کې چې سل کاله مخکې موږ سراج الاطفال لرل. ))
سانچارکي زياته کړه چې د ماشوم د ادبياتو په برخه کې بايد ليکوالان په ساده او آسانه ژبه د کتاب په برابرولو او خپرولو لاس پورې کړي چې په دې برخه کې تشه ډکه شي .
دغه راز په دې غونډه کې سيمناګر ممنون مقصودي چې ماشومانو ته د ماشوم د ادبياتو په برخه کې زياتې هلې ځلې کړې دي، يوه کيسه ولوسته  .
د دغې غونډې ترڅنګ د کتاب ځانګړى نندارتون چې زياتره يې د ماشومانو کتابونه وو، پرانست  .
دغه نندارتون د يوې ورځې لپاره په بابر بڼ کې او د دوو نورو  ورځو لپاره په کابل پوهنتون کې د مينه والو پرمخ پرانستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته