کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
درې تنه انسان تښتوونکي پرون مازيګر په کندز ولايت کې ونيول شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سيد سرورحسيني باختر اژانس ته وويل دوي چې دوه نارينه او يوه ښځه وو دغبرګولۍ په ٦ نيټه دتخار ولايت ته روان وو په لاره کې وتښتول شول او انسان تښتوونکو دهغوي دازادولو په بدل کې درې سوه زره امريکايي ډالره غوښتل .
خبرځاى وويل د څو ورځو له تيريدو وروسته دکندز پوليس پرون مازيګرپه دي بريالي شول چې انسان تښتوونکي دکندز په مرکز کې ونيسي او هغوي دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړي .