سیاست

دانتخاباتو کميسيون ته دسياسي ګوندونوخبر دارى ، دانتخاباتو پاڼې مه چاپوئ .

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
سياسي ګوندونو اوجريانونو دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غوښتي دي تر هغه وخته پورې چې دحکومت له خوا ددوى غوښتنې ته مثبت ځواب  ورنه کړى شي دراى ورکولو پاڼې چاپ نه کړي .
معترض   ګوندونه وايي که چيرې دانتخاباتو  خپلواک کميسيون د ګوندونو غوښتنې ته له پاملرنې پرته دراى ورکولودپاڼو  په چاپولو  اقدام وکړي له دې پلوه دخلکو دمليونونو ډالرو شتمنيو دبې ځايه  لګښت مسووليت به ددغه  کميسيون پرغاړه وي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مرستيال عبدالعزيزابراهيمي  وويل  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مجبور دى  چې له عملياتي پلان او دانتخاباتو له تقويم سره سم پرمخ لاړ شي او انتخابات دروان کال  دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره کړي .
ده وويل ټاکل شوې ده چې دراى ورکولو پاڼې دڅو راتلوونکو ورځو په  بهير کې  دچاپولو لپاره له هېواد څخه بهر ته وليږل شي  خو دايې مشخصه نه کړه چې دغه پاڼې   به څه وخت او کوم هېواد ته وليږلې شي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته