امنیت

١١٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون دهېواد په څوارلسو ولايتونو کې د عملياتوپه بهير کې ١١٧ تنه ډار اچونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په دغو ګډو عملياتو کې چې دهوايي او توپچي ځواکونو په  ملاتړ ترسره شول دغزني ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، قندهار ، فراه ، بادغيس ، تخار ، بغلان ، کندز ، سرپل ، جوزجان ،  بلخ او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شول دهلمند ولايت دګرشک او موسى قلعه  دولسواليو په مربوطاتو کې ٢٣ تنه  ياغي طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول دپکتيا ولايت په جاني خيلو کې  دقريش او حيدر په نومونو دطالبانو ددوو تنو  قوماندانانو په ګډون ٤٢ تنه ياغي طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دکندز ولايت دعلي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو او دخان اباد ولسوالۍ په تګلوري کې ديرش تنه ياغي طالبان ووژل شول او ١٦ تنه نور ټپيان شول او دخوست ولايت په سپيرى ولسوالۍ کې لس تنه ياغي طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دغزني ولايت دمقر او اب بند او دميدان وردګو ولايت دسيد اباد دولسواليو په مربوطاتو او دفارياب ولايت په چارشنبه بازار کې  دملي اردواو ملي پوليسو دځواکونو دچاڼيز عملياتو له امله ١١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې :ددغو عملياتوپه بهير کې دملي اردو اووه تنه سرتيري شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته