کابل باختر د وري پنځمه :
د نيمروز ولايت په زرنج ښارکې دپوليسوځواکونوڅلور زره او اته سوه ليتره تيزاب او د هيروئينو د توليد يوه دستګاه ضبط کړه .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير حيات الله دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه تيزاب چې دهيروئينو په جوړولوکې کارول کيږي؛ د زرنج د هيروئينو جوړولوله دستګاه سره په يوه باروړونکى موټرکې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ده وويل: د دغې پيښې په اړوند يو تن هم نيول شوى دى او له هغه څخه تحقيقات پيل شوي دي .
حيات الله څرګنده کړه چې ترلاسه شوي توکي له ايران څخه د وريښمو د پله له لارې زرنج ښار ته ليږدول شوي و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ