اقتصاد

د لوګر بزګرانو د خپلو محصولاتو لپاره د بازار موندلو غوښتنه وکړه

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٩
د لوګر ولايت د کرنې او مالدارى رياست پرون ددغه ولايت په بزګرانو د زعفرانو تخم وويشل؛ خو بزګران د بازار د نشتوالي له امله د زعفرانو په کرلو لاس نه پورې کوي.
د لوګر ولايت د کرنې او مالدارى رييس همايون عمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د زعفرانو ٦٠٠ کيلوګرامه تخم چې د کرنې او اوبولګولو وزارت له  بودجې څخه د اووه اعشاريه پنځه جريبه ځمکې لپاره د زعفرانو د راټولولو د وسايلو په ګډون برابر شوى وپ په پنځلسو تنو بزګرانو وويشل شول.
خبرځاى زياته کړه: د زعفرانو کرکيله له څلورو کلونو را په دې خوا په آزمايښتي ډول په لوګرکې ترسره کيږي او تراوسه پورې د لوګر ولايت په مرکز او د بره کي برک، محمدآغې، خوشي او د ازرې په ولسواليوکې په اتلس جريبه ځمکه کې زعفران کرل کيږي.
ويل کيږي په دغه ولايت کې د زعفرانو حاصلات ښه نتيجه لري؛ ځکه دغه سيمې وچ اقليم لري. خو بزګران نه غواړي د زعفرانو په کرلو لاس پورې کړي، ځکه د بازار نشتوالى دوى ته ستونزې رامنځته کړې دي او بزګرانو د زعفرانو کرلو ته چمتو نه دي.
دغه بزګران له دولت او له ملي سوداګروڅخه غوښتنه کوي چې په نړيوالو بازارونو کې د دوى د زعفرانو د حاصلاتو د پلورنې لپاره اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته