روغتیا

د علي آباد روغتون ډاکترانو اعتصاب وکړ

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١١ :
په  کابل کې د علي آباد روغتون ډاکترانو او نورو روغتيايي کارکوونکو په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.
دوى ادعا وکړه چې د تيرې اوونۍ دچهارشنبې په شپه ددغه روغتون يو نوکريوال ډاکتر د کابل د دريمې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا بندي او وهل شوى او ډبول شوى دى .
د علي آباد روغتون يو ډاکتر چې د نامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه،  باختر آژانس ته  وويل چې پوليسو له هغه وروسته ددغه روغتون د نوکريوال ډاکتر په وهلو ډبولو، سپکاوي او نيولو اقدام وکړ چې يو ناروغ چې په ډير خراب حالت کې دغه روغتون ته راوړل شوى و، مړ شو.
ده وويل چې د ناروغ  له مړينې وروسته د دريمې حوزې پوليسو نوکريوال ډاکتر دريمې امنيتي حوزې ته بوته او تر سهاره پورې يې هلته بندي کړ.
د علي آباد روغتون ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي ادعا کوي: ترهغه وخته پورې چې د دغه روغتون د نوکريوال ډاکتر د سپکاوي په وړاندې عدالت تامين نه شي او د ډاکترانو او د نورو روغتيايي کارکوونکو د امنيت ضمانت ونه شي،  دوى خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.
د باختر آژانس خبريال هلې ځلې وکړې چې موضوع د پوليسو د دريمې حوزې له آمر سره طرحه کړي، خو د هغه په موندلو بريالى نه شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته