اقتصاد

په سمنګانو کې دلاجوردو دلارې دسياسي او اقتصادي ارزښت په باب سيمينار جوړ شو .

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
دلاجوردو  لارې دترانزيتي  دهليز دسياسي  او اقتصادي ارزښت په باب علمي او تحقيقي سيمينار په سمنګانو کې جوړ شو .
  دباختراژانس دسميه ئيز خبريال دخبرله مخې،  دغه سيمينار  چې دسمنګانو دوالي له خوا ددغه ولايت دلوړو زده کړو دموسسې په همکارى  دايبکو ښار د قصر سلطان په هوټل  کې جوړ شو په هغه  کې دسمنګانو  دلوړو زده کړو موسسې مشرتابه هيئت  اواستادانو ، ددولتي ادارو رييسانو او دمولاناجلال الدين محمدبلخي دپوهنتون استادانو ګډون کړي و .
دسميينار  په پيل کې  دسمنګانو والي عبداللطيف  ابراهيمي دلاجوردو لارې دارزښت او دهېواد په اقتصاد  دهغې داغيزې په باب  خبرې وکړې ويې ويل چې دغه پروژه عملي شوې ده اودهېواد ملي سوداګر کولاى شي چې له دې لارې له اروپايي  هېوادونوسره سوداګريزې  راکړې ورکړې وکړي .
وروسته دسمنګانو  دلوړو زده کړو دموسسې رييس دلاجوردو  لارې دتاريخچې اودبدخشان  د لاجوردو  ډبرې دارزښت په باب  چې زرګونه کاله مخکې له دې لارې  اروپايي هېوادونو ته صادريدل معلومات ورکړ او ويې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې هم دغه لاره دهېواد سوداګرو ته زياته ارزښت لري .
  ختم_ ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته