اقتصاد

د اتلسو ميليونو افغانيو په لګښت د نجونو د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

کابل باختر اژانس د ليندۍ دمياشتې دوه ويشتمه
د اتلسو ميليونو افغانيو په لګښت د نجونو د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په احمد اباد سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو په ځانګړې ډول د نجونو ښوونځیو د ودانیو برخه یې په لومړیتوبونو کې ده او هڅه کوي چې په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
دی ښوونځيو د ودانیو نه شتون او د ښځینود ښوونکو کموالی په دغه ولايت کې د ښوونیز بهیر پر وړاندې مهمې ستونزې بولي.
والي زياتوي چې د دغو ستونزو د حل په موخه یې له اړونده وزارت او نورو مرستندويو بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کړې او هیله من دی چې په دې برخه کې ورسره لازمې مرستې وشي.
له بلې خوا د پکتیکاولايت د پوهنې ریېس محمد نسیم واجد وایي چې د احمد اباد د نجونو ښوونځی د پوهنې وزارت له لورې د اتلسو ميليونو افغانيو په مالي لګښت  په لسو میاشتو  کې جوړيږي چې لس درسي خونې به ولري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته