ټولنه

په جوزجان کې په بېځايه شويوکورنيو خيمې وويشل شوې

شبرغان باختر دزمري دمياشتې  ٨  :
د جوزجان و لايت په بېځايه شويو کورنيو څوارلس خيمې وويشل شوې.
د جوزجان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيارياست يوه مسوول خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې اته خيمې د خواجه دوکوه ولسوالۍ د رحمت آباد په کلي کې او شپږ نورې خيمې د شبرغان په شاوخوا سيموکې په بېځايه شويوکورنيو وويشل شوې.
خبرځاى وويل: يوه اندازه خوراکي توکي هم په دغوکورنيو باندې د مهاجرينو د راستنولو  چارو د رياست  له خوا وويشل شول .
سيمه ييزمسوولين وايي چې جګړو ته په پاملرنې سره د بې ځايه شويوکورنيو د زياتوالي اټکل کيږي.
د يادونې وړ ده چې دغه کورنۍ د فارياب ولايت له ناامنو ولسواليو او د جوزجان          ولايت په درزآب ولسوالۍ کې د جګړو له امله بېځايه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته