کابل باختر د غبرګولي شلمه :
دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول .
دغه توکي په پاکستان کې بار شوي و او تيک هغه وخت چې دتورخم بندر له لارې دننګرهار ولايت ته رسيدلي و دملي امنيت دمامورانو له خوا کشف او ترلاسه شول
په دغو انډيو کې په پاکستان کې جوړ شوي کابو اته زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دچاوديدونکو توکو انډې په مهارت سره په يوه بار وړونکي موټر کې ترسبو لاندې ځاى پرځاى کړى شوي و .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې وه دغه توکي په افغانستان کې د ډار اچوونکو ډلو په واک کې ورکړى شي .
ده وويل دغه توکي چې نوي له پاکستان څخه دتورخم بندر ته رسيدلي و کابو اته زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي دي
خوږياڼې په دې باره کې چې ددغوتوکو په اړوند څوک نيول شوي او که څګه څه ونه ويل .
ويل کيږي چې کشف شوي چاوديدونکي توکي دويجاړولو ډيره لوره کچه لري طالبان چاويددونکي توکي له پاکستان څخه واردوي او له هغو څخه بمونه ، ماينونه او ځانمرګي واسکتونه جوړوي او په افغانستان کې په خپلو بريدونوکې ورڅخه کار اخلي .
ختم_ ف _اکرم