سیاست

چين دافغانستان په باب د نړيوالى ټولني په زياتي پاملرني باندي ټينګاروکړ

کابلباختردسنبلي٣٠
دملګرو ملتو په سازمان کې د چين د ولسي جمهوريت استا زي يوځل بياپه افغانستان کې  دسولې او بيارغاوني له بهيرسره دخپل هيواد ملاتړ تکرارکړ .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دملګرو ملتو په سازمان کې دچين استازي ليوجيه ني دافغانستان د بيا جوړولو په بهير کې داقتصادي مرستې د زياتوالي اود کارنده ګډون خبرې و کړې  .
ده چي د ملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې خبرې کولې څرګنده کړه ،چې افغانستان دامنيتي مسوليتونو د ليږدونې ،دجمهوري رياست د انتخاباتو اود هيواد د امنيتي مسوليتونو د منلوپه ګډون له سختو شرايطو سره مخامخ دي او ددغه هيواد دولتي چارواکو په هوښياري او پوهې سره د نړيوالې ټولنې او په تيره بيادګاونډيو هيوادونو پاملرنه جلب کړې ده چې هغوي په دې بهيرکې شريک کړي.
د افغا ستان د دولت دغه خوځښت د دې زمينه برا بره کړې ده چى ګاونډيان اختلافونه يوې خوا ته  پريږدي اوخپلې همکارۍ ته په صادقانه ډول دوام ورکړي چې  په يو نړيوال پيوستون کې  افغانستان دترقي په لور رهبري شي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت مقامات د افغا نستان په بيا جوړولوکې دچين
د مشارکت دوام هرکلى کوي اوڅرګندوي  چې چين په نړۍ کې  يو ستراقتصادي قدرت دى کو لاى  شي په سيمه په تيره بيا په افغانستان کې مهم رول ولوبوي .
پخوا د چين جمهور رئيس د افغانستان په اقتصادي پراختيا کې د خپل هيواد
د رول خبرې کړې وې  او دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دچين نوي سفير دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي د افغانستان د بيا جوړولو اود سولې دبهير دپرمختګ ملاتړ وکړ .
دغه راز دشانګهاي د همکاريو دسازمان غړي هيوادونه  چې چين يې يو غړى دى هوډمن دى چې د افغانستان په بيا جوړولو کې مهم رول  ولوبوي .
له بلې خوا دغه هيواد په هغو نږدي اړيکو سره چې له پاکستان سره يې لري کولاى
شي  له پاکستاني مقاماتو سره په افغانستان کې دسولې د تامينولو او اعاده کولو
په لاره کې مرسته وکړي .
دکابل پو هنتون استاد اودسياسي او اقتصادي چارو کارپوه تاج محمداکبر دملګرو ملتو په سازمان کې دچين د استا زي د وروستيو څرګندونو په اړوند د باخترآژانس خبريال ته وويل  :   په افغا نستان کې د تيلواوګاز  دکانونو درا ايستلو اود افغانستان د واټونو د جوړولو اود اوسپنې پټلۍ د غځولو په برخه کې دچين پانګونې د کار زمينه برا بره کړې ده اودپانګې اچونې له  لارې په افغانستان کې اغيزمن  رول لوبوي .
دى ټينګارکوي چې دافغانستان دولتي چارواکي دې بايد خپله زياته پاملرنه دې کارته   واړوي اود امنيت په تا مينولوکې دې کارنده رول ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته