امنیت

په قندهارکې د طالبانو د جنګي وسايلو زېرمه کشف شوه

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه په قندهار ښارکې کشف شوه.
د ملي امنيت منسوبينو د قندهار د خلکو په همکارۍ پرون ناوخته دغه زېرمه کشف کړه.
د قندهار د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې له زېرمې څخه د ماينونو، چاوديدونکو توکو او د چاودنې د وسايلو په ګډون څو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
خبرپاڼه زياتوي چې د دغو جنګي وسايلو د ساتنې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته