امنیت

په هلمند ولايت کې دطالبانو په سنګرونودهېواد دهوايي ځواکونومرګاني بريدونه

کابل باختر د غبرګولې  څوارلسمه :
شل تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې  ووژل شول
په دغو  طالبانو تيره شپه  په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وودلښکرګاه ښار ته څيرمه او د سنګين ، نادعلي او دګرشک په ولسواليو کې  بريدونه وشول .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  دهېواد دهوايي پوځ په دغو بريدونوکې ٢٠   تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې   دطالبانو څو مرکزونه  دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  په هلمند ولايت  کې  د  وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوددوو   ډيپو ګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغو ډيپوګانو څخه دلښکرګاه ښار ته څيرمه  او په سنګين ولسوالۍ کې دطالبانو له  پټنځيو څخه  کشف شوي دي . 
دهلمند يو امنيتي مقام  وايي چې له دغه ډيپوګانو څخه  يوه اندازه سپک  او درانده   جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت  دلښکرګاه ښار ته څيرمه او له  سنګين ولسوالۍ څخه اته  ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ ج   -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته