امنیت

ددولت ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د لړم لومړي:
دميدان وردګو  او دننګرهار دولايتونو په مربوطاتو کې  دملي اردو  دځواکونو  دعملياتو په بهير کې  ددولت  ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل،  دملي اردو منسوبينو دښه امنيت  دتامينولو په مقصد  دميدان وردګو ولايت  دسيد اباد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې  دوسله والو طالبانو دډلې  دسيمه ئيز قوماندان ملا تاج  ګنک په ګډون  اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه راز  دننګرهار ولايت  دسره رود دولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دملي اردو دمنسوبينو  دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ددولت  پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او  پنځلس تنه نور يې  له دښمن سره  دهمکارۍ په اړوند ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته