نړۍ

د روسيې دروانې روغتيا په يو روغتون کې اورلګيدنه.

مسکو ايرنا  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دروسيې دنووګراد ايالت اوليکى ښار د رواني روغتيا په يو روغتون کې د اورلګيدنې له امله څوارلس تنه بيدرکه شوي دي .
دروسيې ريانوستي خبرې آژانس ددغه هيواد دبيړنې حالاتو د وزارت دويندوى     له خولې خبر ارکړ  دغه پيښه نن سهار رامنځته شوه دنهه پنځوسو تنو ناروغانو له جملې څخه چې په دغه روغتون کې بستروو پنځه څلويښت تنه يې ژغورل شوي دي  او څوارلس تنه نور بيدرکه شوي دي چې اټکل کيږي  وژل شويوي  او دروغتون ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده .
دروان کال دثور په مياشت کې هم د روسيې په جنوبي او مرکزي سيمو کې د روانې روغتيا په دوو روغتونو کې اور لګيدلى و چې دمرګ ژوبلې سبب شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته