کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دامنيتي ځواکونو دهغو عملياتو په بهير کې چې په تيرو څلرويشتو ساعتو
کې ترسره شول درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه کسان د امنيتي ځواکونو د هغو چاڼيزو فعاليتونو په بهير کې چې دننګرهار ، لغمان او د قندهار د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول وژل شوي دي .
په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې :
دملي پوليسو ځواکونو پنځه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا دقندهار
او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو کشف او شنډکړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ