امنیت

د سرپل يوشمېرخلکو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياووڅخه ګټه واخسته

کابل باختر دوري اوومه :
په سرپل ولايت کې پرون د ملي پيوستون د پروګرام د ١٣٦ ټولګټو پروژو د کار په بشپړولو سره د دغه ولايت يوشمېرخلکو د ملي پيوستون د پروګرام له اسانتياووڅخه ګټه واخسته .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو پروژو کار د ٧١ مليونو ٦٩٦ زرو افغانيو په لګښت د سانچارک،  ګوسفندي، صياد او د دغه ولايت په سوزمه قلعه ولسواليوکې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ ګرځيدلې دي .
په دغو پروژوکې د څښاک د روغتيايي اوبو د زيرمو، د احاطوي، استنادي او محافظوي ديوالونو ترميمول او پراخول، د کرنيزو اوبو د بندونو تحکيم او بيا رغاونې، د کرنيزو اوبو ويشل د سړکونو کريړ اچول او د کرنيزو اوبو د کانالونو پاکول او ټينګښت شامل دي .
د دغو پروژو د کار په بهيرکې ٨٢٢٩ تنو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته