ټولنه

د اتياټنو خوراکي توکو ويشل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٨ :
چين پرون  د واخان دپاميرولسوالۍ له مصيبت ځپلوسره داتيا ټنو  خوراکي توکو مرسته وکړه.
دبدخشان دولايتي شورا رئيس عبدالله ناجي نظري دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په کابل کې دچين سفارت  داوړو ، وريجو ، غوړيو  او دمالګې په ګډون   اتياټنه خوراکي توکي داشکاشم دولسوالۍ له لارې د واخان ولسوالۍ او دسرحدي قوماندانۍ دمسوولينو ترنظر لاندې په پنځه سوه پنځوسو مصيبت ځپلو کورنيو وويشل .
نظري زياته کړه په نږدې راتلوونکي کې له نورو شپږو زرو کورنيو سره  چې دکورنيو جګړو او طبيعي پيښو له امله زيانمن شوي دي دچين دسفارت له خوا به دبدخشان دولسواليو  په نورو مصيبت ځپلو وويشل شي  چې ددغو مرستو يوه اندازه دفيض آباد ښار ته رسيدلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته