نړۍ

شنوونکي: د افغانستان شخړه ښايي تر سوريې خونړۍ شي

نړيوالې خبري منابع باختردوږي دمياشتې٢٤نيټه :                
د چارو شنوونکي وايي چې په روان کال کې ښايي د افغانستان شخړه تر سوریې هم خونړۍ شي.
په افغانستان کې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې وسله واله شخړه روانه ده چې په پایله کې یې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس په خپل یوه تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل کې د ناټو د غوڅ ماموریت د اټکلونو برخلاف په افغانستان کې واقعیتونه په بې ساري توګه فرق کوي. په دې ترتیب سره په دې جګړه ځپلي هیواد کې روانه شخړه د ناهیلیو تازه څپې راپورته کړي دي.
د شنوونکو په باور: د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ اوسنۍ ستراتیژي د امریکا د پخوانیو ادارو په څیر ناکامه ده او د جګړې په ډګر کې یې یوه کوچنۍ بریا هم نه ده خپله کړې .
په امریکا متحده ایالاتوکې د سولې له انستیتوت څخه د افغانستان د چارو کارپوه جاني والش وايي: « په افغانستان کې مخ پر زیاتیدونکي تلفات او په سوریه کې د لوبې (جګړې) د پای ته رسیدو څرک ته په کتو سره، افغانستان ښايي د نړۍ د خونړیو شخړو په کتار کې لومړی ځای ونیسي.<<
د افغانستان دچارودغه کارپوه همدا راز وايي چې د هر کال په تیریدو سره، زیاتره کلونه د نورو کلونو په پرتله لا پسې خونړۍ کیږي او دغه څه په دوامداره توګه د خرابیدو پر لوري روان دي.
د سوریې شخړه چې د ا فغانستان له کړکیچ وروسته پیل شوي، د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله په روان میلادي کال کې یې تر اوسه پورې له ۱۵ زرو د ډیرو انسانانو ژوند اخیستی دی.
د شنوونکو په باور: د افغانستان له پاره د جمهوررئيس ترمپ اوسنۍ ستراتیژي د امریکا د پخوانیو ادارو په څیر ناکامه ده او د جګړې په ډګر کې یې یوه کوچنۍ بریا هم نه ده خپله کړې.
رپوټ زیاتوي چې په عین وخت کې طالبانو هم د هیواد په ګڼ شمیرو سیمو کې د ډیرو سیمو کنترول په لاس کې اخیستی او اسلامي دولت ترهګره ډلې یا داعش هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې د افغانستان جګړه په ځانګړې توګه د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو له لوري ګرمه ساتل کیږي. نوموړی خبرداری ورکوي چې امریکا متحده ایالات د خپل متحد (پاکستان) په کنترولو کې پاتې راغلی دی.
پر پاکستان تور دی چې د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پټنځایونه برابروي.
په افغانستان کې وینې تویدنې سربیره، د ناټو عمومي امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن تیره میاشت د خپل ماموریت د پای ته رسولو پرمهال وویل چې د دې هیواد له پاره د ترمپ ستراتیژي کار ورکوي. د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د لا ډیرو امریکايي سرتیرو استول او د طالبانو پر اهدافو لا ډیر هوايي بریدونه شامل دي.
خو د کړکیچ له نړیوالې ډلې څخه والش په دې باور دی چې په افغانستان کې نور اضافي سرتیري د لا ډیرې جګړې په معنی دي او په پایله کې یې لا ډیر تلفات رامنځ ته کیږي.
نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په بل صورت کې بیا امنیتي وضعیت (په افغانستان کې ) له بن بست سره مخامخ کیږي.
د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا د سیګار معلومات بیا ښيي چې د افغانستان له پاره د ترمپ پلان لږ پرمختګ لرلی دی.
په افغانستان کې د شخړو د پراخیدو سربیره، د طالبانو او حکومت ترمنځ د جون میاشتې اوربند د سولې له پاره هیلې لا هم ژوندۍ ساتلې دي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې د سولې د خبرو له پاره د وسلوالو (طالبانو)هڅې به ادامه ولري.
له ویلسن مرکز څخه مایکل کوګلمن په دې هکله وویل: « د افغانستان او امریکا حکومتونو درک کړې چې (د افغانستان) د اوږدې جګړې او تاوتریخوالو د پیښو د پای له پاره د سولې لړۍ د حل یوازینۍ لاره ده. <<
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته