سیاست

محمدکريم خليلي دتاجکستان له سفير سره وکتل

کابل باختردجوزا دمياشتي   ٨ :

په کابل کې دتاجکستان  جمهوريت سفير نن له غرمې وروسته د جمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.؛

 دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،په دې  کتنه کې دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ تاريخي اودوستانه اړيکو او هم  فرهنګي مشترکاتو ته  داشاري په ترڅ کې په اقتصادي ،. فرهنګي اوتجار تي برخو کې ددوه اړخيزو اړيکو په لازياتې پراختيا باندې ټينګار وکړ.

په کابل کې دتا جکستان سفير شرف الدين امام اوف دافغانستان اوتاجکستان ترمنځ داقتصادي  راکړي ورکړي د حجم زياتوالي ته په اشارې سره څرگنده کړه  چې دواړه هيوادونه ددوه اړخيزو همکاريو دودې لپاره مناسب ظرفيتونه لري .

ده دغه راز  بريښنا او اوبه داقتصادي ودې اوپراختيا په لاره کې ددواړو هيوادونو دوه ګډې حياتي اړتياوي وبللي او دبريښنا انرژي  دتامينولو اوافغانستان ته  دهغې دصادراتو دزياتوالي لپاره دخپل متبوع دولت تياري اعلام کړ.

دتاجکستان سفير دغه راز زياته کړه چې داړتيا په صورت کې متبوع دولت يې کولاي شي  دلرغون پوهنې ، جيولوژي اوکانونو اودزلزلې پيژندنې  په برخو کې  دافغانستان له دولت سره  زياتې همکاري وکړي .

 په دې  کتنه کې د جمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي ددوه اړخيز و همکاريو پراختيا ددواړو هيوادونو په ګټه وبلله او ددغو اړيکو  دلازياتې  ژورتيالپاره يې  ددواړو هيوادونو له بيلابيلو ظرفيتونوڅخه په استفادې باندې ټينګاروکړ.

د جمهورر ييس مرستيال دهغوګډو پروژو دعملي کولو لپاره  چې دريکا _ پنج  په کنفرانس کې پيشنهادشوى دى  او دغه راز دکاسا _  يکهزار  دپروژې دعملي کولو لپاره  چې   له قرغزستان څخه تاجکستان ته او دافغانستان له تګلوري څخه پاکستان ته دبريښنا ليږدونه ده ، ددواړو هيوادونو هلې ځلې  ددواړو هيوادونو دودې اوپراختيا په لاره کې يو مهم ګام وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته