کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :
د وسله والو طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان د خپلمنځي جګړو له امله د هېواد په ختيځ کې ووژل شول.
دغه دوه تنه قوماندانان د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د وسله والوطالبانو د ډلې افرادو د دغه ماين په ښخولو سره خپل دغه تنه قوماندانان ووژل .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې د سرکاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال نعمت الله کرياب او د دغې ډلې يو جګپوړي قوماندان ملانجب ووژل شول.
پاىج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ