فرهنګ

دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا اعلاميه

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا اعلاميه
الله ج  فرمايلي دي   هرڅوک چې کوم مومن په قصد سره ووژني نو دده جزا
دوزخ دى چې تل به وي په هغه کې اوغضب کړى دى پرده باندي الله ج اولرې کړى يې دى الله ج داله خپل رحمت څخه اوتيارکړى يې دى ده ته ډير لوى عذاب.
اوهمدارنګه  فرمايي : هرڅوک چې يوه نفس دبل نفس دبدل څخه پرته يايې له فساده په ځمکه کې ووژنې نو ګواکې ټول خلک يې وژلي دي اوڅوک چې يونفس له وژل کيدو څخه وژغوري نوګواکې ټول  خلک يې له وژل کيدو ژغورلي دي .
اوهمدا رنګه په يو مبارک حديت شريف کې چې امام ترمذي ، ابن ماجه اونسايي را نقل کړيدى ر سوالله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي.
ترجمه :ديومسلمان و ژل الله  ج  ته دټولي نړ ۍ دړنګولو نه سترکاردى .
دافغانستان دعلماووسرتاسري شوري دهلمند په ولايت کې د ١٧ تنو بيګناه مسلمانانو په وحشيانه توګه شهيدانول او دهغوى دسرونو غوڅول اودې ته ورته پيښې په کلکه غندي اوداسلامي احکامو او دانساني عواطفو پرخلاف اوناوړه عمل يې بولي.
دشهيدانو له خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي ښکاره کوي اوله امنيتي مسولو مقاماتوڅخه په جدي توګه غوښتنه کوي  ؛چې ددغو وحشيانه اعمالو مرتکبين ژر ترژره پيدا او دقانون منګولو ته يې وسپاري ترڅو دخپلو کرغيړنو اعمالو په سزاورسيږي.
همدارانګه دافغانستان دعلماوو سرتاسري شورا  دامريکي دحکومت له خوا په بګرام کې دقرآن کريم دسوځوونکو لپاره هغه مجازات چې ورته ټاکل شوي دي بيخي ناکافي بولي بلکي  دغه مجازات دقرآن کريم دتوهين په څنګ کې دافغانستان  دمسلمان ملت لپاره چې ددغه ناوړه عمل په وړاندي يې په پاڅونونو کې له  څلويښتو نه زياتو کسانو خپل ژوند نذرانه کړ يوبل توهين بولي په داسې حال کې چې دافغانستان دعلماوو سرتاسري شورا اوعام مسلمان ولس ددغه عمل مرتکبينو ته داشد مجازات يعني اعدام غوښتنه کړې وه موږ يوځل بيادامريکي  دحکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو ترڅو پرخپله فيصله تجديد نظروکړي اودقرآن کريم توهين کوونکو ته داسې سخته جزا ورکړي چې دافغانستان دمسلمان ملت پرزخمي زړونو دمرهم پټي کيښودله شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته