امنیت

په نهر سراج کې ۱۷ تنه وسله وال د موټر بم ښکار شول

لښکر ګاه باختر د زمري د میاشتې ۲۲ مه
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې په چاوديدونکو توکو بار ډاټسن موټر په وسله والو مخالفينو چاودنه کړې چې له امله يې ۱۷ تنه  مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک باختر اژانس ته وویل چې تېره ورځ د نهر سراج ولسوالۍ په سور شاخ سيمه کې پر وسله والو مخالفينو د موټر بم چاودنه شوې.
ځواک زياته کړه چې چاودنه هغه وخت رامنځته شوې کله چې وسله والو مخالفینو په يو ډاټسن موټر کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کول.
هغه وویل وسله والو مخالفینو پلان درلود څو دغه موټر بم ته پر دولتي تاسيساتو او يا هم د ملکي وګړو له ګڼې ګوڼې څخه ډکه سيمه کې چاودنه ورکړي،خو هدف ته له رسيدو مخکې پرې چاوديدونکو توکو چاودنه کړې.
پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته