کابل باختردليندي دمياشتې ٧ :
دبلخ ولايت پوليس ددوو خويندو دمړينې په باب چې تيره شپه له منځه لاړې تحقيق کوي .
لومړني څيړنې ښيي چې دغو دوو خويندو دزهرجنو موادوپه کارولو سره ځانونه وژلي دي .
دبلخ ولايت دښځو دچارو رييسې فريبامجيد ددغه خبردتائيدولو په ترڅ کې باختراژانس ته وويل: يوه يې اتلس کلنه اوبله يې شل کلنه وه چې دکورني تاوتريخوالي له امله يې زهرجن موادکارولي دي اوځانونه يې وژلي دي .
دغه نجونې دمزارشريف ښار دبخدي کارتې اوسيدونکي وې او ددوى دځان وژنې اصلي علت تراوسه نه دى روښانه شوى .
دبلخ ولايت دپوليسو يوه خبرځاى وويل: پوليسو په دې اړوندڅيړنې پيل کړي دي چې دقضيې څرنګوالي روښانه شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ