امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې طالبانو ته دسرزيان واوښت .

کابل باختر د تلي اوومه :
دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په يرغليزو او چاڼيزو عملياتو کې   دښمن ته دسر دروند زيان واوښت .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ګد يرغليز او چانيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دشلو تنو داعشيانو په ګډون په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه څلويښت تنه نور تپيان شول
دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې  دتوپچي  اوهوايي قوتونوپه ملاتړ دغزني ، پکتيا ، پکتيکا ، قندهار ، روزګان ، غور ، فراه ، کندز ، جوزجان ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول 
دننګرهار ولايت دکوټ او اچين دولسواليو په مربوطاتو کې لس تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول  دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور تپيان شول دغزني ولايت دګيرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه  نور تپيان شول او دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه راز دزابل ولايت دشاجوي دروزګان ولايت دچارچينو ، ددايکنډي  ولايت دګجران او دکندز ولايت ددشت ارچي ، دتخار ولايت  دخواجه غار  او دهلمند ولايت دګرمسير دولسواليو په مربوطاتو او دروزګان او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې څلويښت تنه ووژل شول او يوديرش تنه نور ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې دملي اردو پنځه تنه منسوبين په هغو عملياتو کې چې دکورنيو اوبهرنيو تروريستانو پرخلاف دهېوا په بيلابيلو سيموکې ترسره شول شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته