امنیت

دوسله والو مخالفينو يوه اندازه جنګي وسايل دملي اردو لاسته ورغلل

٥-کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :
دملي اردو ځواکونو دهيواد په ځينوولايتونو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې  دمخالفينو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:په ترلاسه شويو وسايلو او توکو کې اوولس ډول ډول ماينونه ، دبي ام _ ١  توغندي نهه ماينونه ، دتوغندي ويشتونکي اووه ګولۍ ، درې لاسي بمونه ، له اتوشارژورونو سره يې درې کلاشنيکوفونه ، يوه پيکا، يوکره بين ، يو زرو نهه متره  مزې ، پنځه انډې باروت ، اووه څلويښت بوري امونيم نايتريت سره  او نورپوځي تجهيزات شامل دي  چې دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره  کولو په مقصد دکندهار ، غزني ، بغلان ، هلمند اوپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي چې  دغزني ولايت په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دامنيتي  دندو په بهيرکې ددښمن څلور موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته