امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دامريکا دپوځي الوتکې دراغورځيدو له امله ديوولسو تنو وژل کيدل .

کابل باختر د تلي  لسمه :
دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې ديوې پوځي الوتکې په راغورځيدو کې دشپږو تنو امريکايي پوځيانو په ګډون يوولس تنه ووژل شول .
دغه الوتکه نن سهار دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار له هوايي اډې څخه له الوتنې  څخه څو شيبې  وروسته په ښکاره له  فني ستونزې سره مخامخه شوه او راوغورځيده .
  دامريکا ددفاع وزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره دغه پيښه تاييد کړه .
پنتاګون وايي چې په دې پيښه کې په الوتکه کې ټول سپاره کسان چې يوولس تنه و ، وژل شوي دي
  په وژل شويو کسانو  کې شپږ تنه امريکايي  پوځيان او دامريکا ددفاع وزارت پنځه تنه قرارداديان شامل دي
تراوسه پورې ددغې هوايي پيښې انګيزه نه ده روښانه شوې .
وسله والو طالبانوله رسنيو سره په اړيکه کې ادعاکړې ده  چې دغه الوتکه دوى راغورځولې ده هغه ادعا چې دننګرهار  دسيمه ئيزو مقاماتو له خوا رد شوې ده .
په همدې حال کې دننګرهار  پوځي مقامات وايي چې امريکايي پوځيانو ددغې بار وړونکې الوتکې دراغورځيدو دڅرنګوالي په باره کې څيړنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته