-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
د نيمروز ولايت پوليسو پرون څلور تنه په دغه ولايت کې دغلا په تور ونيول .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير محمد صادق هاشمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان د دغې قوماندانۍ د منسوبينو له خوا له يو خصوصي ښوونځي څخه د يو موټر او د وسايلو د غلا په تور چې لس ورځې مخکې غلا کړی و، ونيول .
هاشمي وويل چې دغه کسان په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى او په دې باب د پوليسو تحقيقات دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم