سیاست

جمهور رئیس احمدزی: په راتلوونکو پنځو کلونوکې د کورنیو بې ځایه شویوکلمه باید د افغانستان له ملي قاموس څخه لرې شي

کابل – باختر د تلې د مياشتې۳۰مه:

د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست جماهیر انوري او د دغه وزارت اداري پلاوی خپل حضورته ومنل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، جماهیر انوري د مهاجرینو د چارو وزارت له جوړېدو څخه تر دې مهاله پورې په دغه وزارت کې د ترسره شویو کارونو، لاس ته راوړنو، نویو پلانونو او په چاروکې د موجودو ستونزو، په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د حالت په باب جمهور رئیس ته په مفصل ډول معلومات ورکړل.
د مهاجرينو د چارو وزارت سرپرست وویل چې په تېرو ۱۳ کلونوکې څلور اعشاریه اووه ملیونه افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي خو لا اوس هم ۵،۷ میلیونه افغان کډوال په بېلابېلو بهرنیو هېوادونوکې د کډوالۍ ژوند تیروي .
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د مهاجرينو د چارو وزارت د سرپرست جماهیر انوري د رپوټ له اورېدو وروسته وویل: په راتلوونکو پنځو کلونوکې باید د کورنیو بې ځایه شویو کلمه د افغانستان له ملي قاموس څخه لرې شي.
جمهور رئیس احمدزي ټینګار وکړ چې په کور د ننه د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل لپاره دې په بنیادي او ریښه یې ډول رسیده ګي وشي.
جمهور رئیس احمدزي د افغان کډوالو ستونزه یوه ملي مسئله وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دغې مسئلې سره باید په ملي کچه چلند وشي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چي په را روان ژمي کې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستې رسولو پروګرام ترلاس لاندې لري او په کابل کې یې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر په شمول ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د یو واحد پلان له مخې د ژمې له را رسېدو وړاندې هغوی ته خپلې مرستې و رسوي.
په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بې بې ګل هم ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته