خبرونهټولنهTOPروغتیا

افغاني سره میاشت د سوري زړه په رنځ اخته د ۱۶ ماشومانو وړیا درملنه کوي

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې یوه کورني روغتون ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۶ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۸ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۸۴۷ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته