سیاست

دشهيد داوونې ددرناوي دکميسيون غونډه دجمهور رييس دمرستيال په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د تلي اوومه :
دسولې دشهيد استاد برهان الدين رباني ددرناوي دکميسيون غونډه نن له غرمې وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست   ددويم مرستيال قانونپوه سروردانش او دکميسيون دغړو په ګډون جوړه شوه .
  دجمهوري  رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  :په دې غونډه کې  هغو کاري کميټو چې دشهيد داوونۍ دنمانځنې  په موخه جوړې شوې وې خپل کاري رپوټونه دجمهور رييس مرستيال ته وړاندې کړل . 
دشهيد داوونۍ دنمانځنې او په دې اوونۍ کې دشهيدانو ددرناوي دغونډو دجوړولو درپوټونوله اوريدو وروسته   دسولې دشهيد استاد برهان الدين رباني ددرناوۍ دهغې غونډې په باره کې چې  دروان کال دتلې دمياشتې په نهمه نيټه دجمعې په ورځ دلويې جرګې  دخيمې  په تالار کې جوړيږي خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول .
دجمهور رييس مرستيال هم دکميسيون له ټولو غړو په تيره بيا له هغو امنيتي برخو څخه  دمننې او قدرانۍ په څرګندولو سره  چې دشهيدانو ددرناوي  دغوندو دجوړولو په بهير کې يې  خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي دي په لازيات پرتم سره دشهيد رباني ددرناوۍ دغونډې په جوړولو باندې ټينګار وکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته