ټولنه

داستنادي ديوال د جوړولو کار پاى ته ورسيد.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
په پنجشير ولايت کې داستنادي ديوال د جوړولو کار نن  پاى ته ورسيد.
دغه استنادي ديوال دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا دڅه دپاسه دريو مليونو افغانيو په لګښت دپنجشير ولايت درخې  په ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.
دپنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس عظيم الرحمن خرمي باختر آژانس ته وويل : دغه ديوال کولاى شي په دغې ولسوالۍ کې داستوګنې په کورونو کې د اوبو دننوتو مخه   ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته