سیاست

جمهور رئیس کرزي او صدراعظم نواز شریف پر افغانستان د پاکستاني توپخانې د ډزو په اړه خبرې وکړې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون ماښام د پاکستان د اسلامي جمهوریت له صدراعظم نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د ډیورنډ کرښې له اخوا یې د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو د پاکستاني توپخانې پر ډزو یې خپله اندېښنه ښکاره کړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
ددغو خبرو په ترڅ کې چې په دوستانه فضا کې تر سره شوې، د پاکستان صدراعظم وویل چې له افغاني لوري څخه تروریستان ور اوړي او عملیات کوي.
حامد کرزي په ډاګه کړه چې له کلونو راهیسې د پاکستان له خوا تروریستان افغانستان ته راځي، خو افغانستان هېڅکله پر ملکي خلکو او وګړو د توپخانې ډزې نه دي کړي، ځکه چې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تاوان باید په هېڅ صورت ونه رسیږي.
په مقابل کې د پاکستان صدراعظم جمهور رئیس حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې له خپلو اړوندو ادارو سره به دا موضوع وڅېړي او رسیده ګي به ورته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته