ټولنه

دمکروريانونو اوسيدونکي به تر نامعلوم وخت پورې په ساړه هوا کې ژوند وکړي

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
ټاکل شوې وه سبا د مکروريانونو دمرکز ګرمي دستګاوې په فعاليت پيل وکړي.
خو د نه چمتو کولواو د سوند د موادو د نشتوالي له امله ددغې دستګاه فعاليت نه پيليږي او د مکروريانونو اوسيدونکي به ترنامعلومې مودې پورې په ساړه هوا کې ژوند وکړي .
دمکروريانونو د ساتنې اوڅارنې د تصدۍ فني مرستيال ډيپلوم انجنيرمحمد اسحق يادګاري نن باخترآژانس ته وويل: دوه شرکتونه چې د داوطلبى له لارې د دستګاوو د سوند موادو په توګه دګازو دچمتو کولو لپاره ټيټه بيه  وړاندې کړې وه؛  يو شرکت منصرف شوى د او دويمې تراوسه پورې مراجعه نه ده کړې.
ډيپلوم انجنير يادګاري څرګنده کړه: داسې ښکاري چې د اوبلن ګازو د بيې لوړوالي او دغه راز  دافغانيوپه وړاندې د ډالرو لوړوالي له دغه قرارداد څخه ددغو دوو شرکتونو دلاس اخيستلو سبب وي.
ده وويل: هلې ځلې کيږي چې د نفتي توکو او د اوبلن ګاز د رياست له لارې اويا د ګازو د نورو شرکتونو له لارې د مکروريانونو دمرکزګرمي د دستګاوو د اړتيا وړسوند توکي برابر شي.
  يادګاري وويل: پخوا له او مو تيلو څخه د دغو دستګاوو د سوند د موادو په توګه استفاده کيده او وروسته دلازم کيفيت  نه لرونکى تيل  د استفادې وړګرځيده چې  ددغو تيلو واردول هيوادته بند شو او اوس له اوبلن ګازوڅخه د مکروريانونو دمرکزګرمي د دستګاوو دفعاليت لپاره استفاده کيږي .
دمکروريانونو اوسيدونکي د دې ترڅنګ چې د خپلو اپارتمانونو دمرکزګرمي د اجورې د لوړوالي له امله شکايت کوي او پخوا هم  دمکروريانونو دساتنې اوڅارنې په مسوولينو يې د خپلو اپارتمانونو دمرکز ګرمي په فعاليت کې د ځنډپه خاطر د بې پروايى تور لګولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته