سیاست

جمهوررئیس کرزي د مومندو د قوم له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٤مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د مومندو د قوم  له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د ولسي جرګې غړي او د مومندو د قوم یو تن مشر فریدون خان مومند د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
فریدون خان مومند د مومندو د قوم ستونزې او غوښتنې یو ځل بیا جمهوررئیس ته بیان او یادونه یې وکړه چې یوشمېر وزیرانو او د خپلواکو ادارو مسوولینو د جمهوري ریاست د عالي مقام د پخوانۍ لارښوونې په اساس د بیا رغونې په برخه کې د دوی په سیموکې یوازې ابتدایي مطالعات ترسره کړي او په عملي اقدام یې لاس نه دی پورې کړی او ځینو نورو خو حتی سروی هم نه ده کړې.
فریدون خان مومند د ډیورند د کرښې د دې غاړې ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو، د یوې قومي لوا یا غنډ د تشکیل د منظورۍ، دکامې په ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا د یوه بند د جوړولو او د سرخ دیوال په ښارګوټي کې د مومندو د قوم بې سرپناه اوسیدونکو ته د ځمکې د ویش غوښتنه وکړه.
فریدون خان مومند د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات په هېوادکې یوه مهمه ملي پروسه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې د مومندو قوم به په دغه ملي پروسه کې په فعاله توګه برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته به رایه ورکړي.
فریدون خان مومند همدا راز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د جمهوررئیس حامدکرزي له دریځ څخه د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د دغه تړون د لاسلیک لپاره ستاسو لخوا ایښودل شوي شرطونه د افغانستان د ملت غوښتنه ده او د دغو شرطونو له عملي کېدو وروسته باید دغه تړون لاسلیک شي.
جمهوررئیس حامدکرزي د مومندو قوم ستونزو او غوښتنو ته د حکومت پاملرنه، مهمه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې د دغه قوم ستونزې او غوښتنې به د دوی د استازو په شتون کې د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته