ټولنه

دملت دبابا محمدظاهر شاه د مړينې ديوولسم تلين درناوى وشو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه :    
د ملت دبابا محمدظاهرشاه د مړينې ديوولسم تلين  درناوى نن په  مرنجانو غونډۍ کې د ده په آرامګاه کې  دګلانو دګيډيو په ايښودلوسره  درناوى وشو.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په هعو مراسمو کې چې په همدې مناسب د مرنجانو په غونډۍ کې ترسره شول د ملي امنيت  سلاکار محمدحنيف اتمر ، د هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله  عبدالله ، دملي دفاع وزيرسترجنرال بهرام شاه ، دمشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار ،د هېواد پخوانى جمهور رييس  حامدکرزي دجمهوري رياست  او دوزارتونو ځينوسلاکارانو ، زيات شميرخلکو او دملت دبابا دوستانو او خپلوانو ګډون کړى وو.
ګډون والو  دملت د بابا په  مزار د ګلانو دګيډيو په ايښودلو سره ده ته دعاوې وکړې ..
محمدظاهرشاه په ١٩٣٣ ميلادي کال کې  دخپل پلار له مړينې وروسته  دپاچا  په نامه دافغانستان چاري يې په  لاس کې ونيولې  او تر ١٣٥٢ کال  پورې په قدرت کې پاتې شو.
محمدظاهرشاه  په افغانستان کې  له ٤٠ کلونو سلطنت  وروسته  نور  پاتې        خپل عمر يې  له هېواد څخه بهر په خاصه توګه په ايټاليا کې تيرکړ او په  ٢٠٠٢ ميلادي کال کې دطالبانو د رژيم له  ړنګيدو وروسته  بيرته افغانستان ته  راغى  او دحامدکرزي د حکومت په وخت کې  ده ته د ملت دبابا لقب ورکړشو.
دملت بابا محمدظاهرشاه  په ١٣٨٧ کال د هغې  اوږدې ناروغۍ له امله  چي  لرله يې  د٩٢ کلونو په عمر وفات  شو  او د ده مړى دکابل په مرنجانو غونډۍ کې خاورو ته وسپارل  .                                                                                                              پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته